امنیت

اووه مړي په غزني کې ترلاسه شول

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون اووه مړي چې دطالبانو له خوا په ډزو سره وژل شوي وو؛ ددغه ولايت په اندړو ولسوالۍکې ترلاسه کړل.
دغزني والي محمد موسى اکبر زاده دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه مړي  ددغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په چهارديوال سيمه کې ترلاسه شوي دي. 
اکبر زاده زياته کړه چې ددغو کسانو دهويت دپيژندلو او د وژل کيدو د څرنګوالي په باب تحقيقات پيل شوي دي، خو ده وويل چې دغه کسان په ډزو سره وژل شوي دي .
دغزني والي څرګنده کړه: وژل شوي کسان ټول عادي کارګران وو اوکله چې د پکتيکا ولايت له مرکز ښرنې څخه د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ ته روان وو؛ د ښرنې او اندړو ترمنځ ساحه کې دطالبانو له خوا له موټر څخه ښکته او وروسته په ډزو سره وژل شوي دي .
دغزني د والي دڅرګندونو له مخې: دغه کسان دبلخ، جوزجان او د بدخشان د ولايتونو اوسيدونکي وو او مړي يې د غزني ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته