ټولنه

په فراه کې د عيدګاه جامع جومات پرانیستل شو

کابل / د غویي ۲۷مه / باختر
د فراه والي تاج محمد جاهد پرون په دغه ولايت کې د عيدګاه جامع جومات او د فاتحې اخیستلو سالون پرانیست.
دغه جومات د هېواد د جمهوري رياست د ملي پراختيا د عملياتي او ملاتړيزې ادارې په مالي همکارۍ د ٨٨ میليونو افغانيو په لګښت په ١۶٠٠ مربع متره ځمکه کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى چې په يو وخت کې د ٢٠٠٠ لمونځ کوونکو ظرفيت لري.
د فراه والي د هېواد د جمهوري رياست د ملي پراختيا له عملياتي او حمایوي ادارې څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، د دغه شان جوماتونو او بنسټيزو پروژو جوړول په ديني چارو او د افغانانو په پيوستون کې ارزښتناک وبلل او د دغه شان پروژو پر تطبيق يې ټينګار وکړ.
د فراه والي زياته کړه چې د دغې پروژې پلي کول يو معنوي برياليتوب دى او د حج او اوقافو رياست بايد د خلکو په همکارۍ د هغه ساتنې او څارنې ته لازمه پاملرنه وکړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته