ښوونه او روزنه

شپيتو تنو دعلومو اکاډمۍ دتشو بستونو په ازمونيه کې سيالي وکړه .

-کابل باختر د مرغومي  نهمه :
دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دتشو بستونو دډکولو دکار اهل ته دکار دسپارلو او په هېواد کې له ماهرو اوځوانانو کادرونو څخه داستفادې په موخه دحقوقو اوسياسي علومو ، تاريخ ،  دپښتو او دري ژبو او دادبياتو ، رياضي ، انجنيري او دلرغونپوهنې  په  څانګو کې پرون ددغې ادارې  دکنفرانسونو په تالار کې رقابتي ازموينه واخيسته .
دافغانستان دعلومو اکاډمۍ داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ .
دمسوولينو دڅرګندونوله مخې : په ازموينه کې دشموليت لپاره دسندونو دڅيړنې او په شرايطو دبرابرو کسانو دانتخاب بهير پخوا په بشپړ  شفافيت سره دموظف کميسيون له خوا ترسره شوى دى  او شپيته تنه چې ټول قانوني معيارونه يې بشپړ کړي و په ازموينه کې شامل شول.
ويل کيږي چې دازموينې نتيجې له دقيقې  څيړنې وروسته اعلاميږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته