امنیت

په کابل کې ددوو ځانمرګو بريدونو دمرګ ژوبلې شمير نږدې څلويښتو تنو ته رسيدلي دي .

کابل باختر د کب دمياشتې  ١١
په کابل ښار کې  ددوو ځانمرګو بريدونو  دمرګ ژوبلې شمير نږدې څاويښتو تنو ته  رسيدلي دى .
  دعيني شاهدانو  دڅرګندونو له مخې ، ددولسمې ناحيې په مربوطاتو کې  ځانمرګي بريد دبريد کوونکو په وژلو سره پاى ته ورسيد.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  هغه ځانمرګي يرغلګر  چې حربي ښوونځي ته دننوتلو نيت درلود  ددغه ښوونځي  له ساتونکو او دپوليسو له ځواکونوسره  په جګړه لاس پورې کړ او  بمي موټر يې وچاوه . له هغه وروسته دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ سخته جګړه پيل شوه .
له روغتونونو څخه دترلاسه شويو رپوټونوله مخې تراوسه پورې ددغې پيښې پنځه ديرش ټپيان  ددرملنې په خاطر  دښار روغتونونوته ليږدول شوي دي .
دعيني شاهدانو او رسنيو د څرګندونوله مخې ، ددغو دوو پيښو دشهيدانوشمير  شپږو تنو ته رسيدلې دي . تراوسه پورې  دکابل پوليسو ددغو دوو پيښو له امله  درامنځته شوي مرګ ژوبلې او دبريد کوونکو دشمير په  باب  رسنيو ته څه نه دي ويلي  خو دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې يرغلګرو له نارنجک ويشتونکو څخه هم استفاده کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته