امنیت

په کندز کې دخورو ورو نښتو دوام .

کابل باختر دتلي شپږمه :
دتيرې شپې له نيمايي  راپديخوا په کندز ښار دوسله والو طالبانو ډله ئيز بريدونه دوام لري .
ددغو نښتو په بهير کې  تراوسه پورې دوه تنه شهيدان او څلور ديرش تنه نور ټپيان شوي دي .
دکندز ولايت دعامې روغتيارييس ډاکتر سعد مختار دباختراژانس خبريال ته وويل دتيرې شپې له دوو بجو څخه تراوسه پورې دوه شهيدان  او څلور ديرش  ټپيان دکندز حوزوي روغتون ته ليږدول شوي دي چې دلسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .
په شهيدانو او ټپيانو کې زياتره ملکي وګړي شامل دي .
يوه امنيتي مسوول چې دنامه له اخستلو  څخه يې ډډه وکړه وويل دزاخيلو او دامام صاحب بندر په ګډون دکندزښار په دريو استقامتونوکې نښتې دوام لري خو امنيتي ځواکونه دطالبانو په وړاندې په سخت مقاومت سره جګړه کوي .
جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته