امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفان په لوګر کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري لسمه : پنحه تنه وسله وال مخالفان تيره شپه په لوګر ولايت کې ووژل شول . دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياندشاهپور احمدزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال مخالفان په هوايي او ځمکنيوبريدونوکې په تيره بيا دصفريک په عملياتو کې ددغه ولايت دبرکي برک ولسوالۍ دحيات ، شاکي اوملک په کليو کې ووژل شول ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې درې تنه وسله وال مخالفان ټپيان او درې تنه نور ونيول شول او اته موټرسايکلونه ويجاړ او ددوى يوه اندازه مهمات ترلاسه شول ديوبل خبرله مخې، دلوګر ولايت دازرې ولسوالۍ په سلام خيلو سيمه کې پرون داستوګنې په يوه کور کې دهاوان دلګيدو له امله يوه ښځه شهيده او يوماشوم ټپى شو . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته