سیاست

داساسي قانون پرتطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون په غونډه کې په يو شمير حقوقي مسلو خبرې وشوې.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
داساسي قانون پر تطبيق دڅارنې خپلواک کميسيون په خپلې نننې غونډه کې په يو شمير حقوقي مسلو خبرې وکړې .
داساسي قانون پر تطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون داطلاعاتو امريت باختر آژانس ته خبر ورکړ : په غونډه کې دکميسيون منشي دکميسيون دتيرو مصوبو د تطبيق او اجراکيدو دڅرنګوالي په باب رپوټ ورکړ او وروسته ددغو موضوعګانو په باب داساسي قانون په رڼا کې خبرې وشوې او لازمو تصميمونه ونيول شول.
وروسته دولسي جرګې دکار د دوام دمشروعيت په اړوند په ولسي جرګه کې دکابل ولايت داستازي ډاکتر رمضان بشر دوست پوښتنه وڅيړل شوه چې له قانوني لارې دنه راجع کيدو په دليل وپتيل شوه چې دکميسيون دنهمې مادې په رڼا کې مشخص نه شي کولاى داساسي قانون دحکمونو په باب مسلې کميسيون ته احاله کړي. له همدې امله ټولې هغه موضوعګانې چې له ولسي جرګې څخه داستهدا په مقصد کميسيون ته ليږل کيږي دملي شورا د دواړو مجلسونو درييسانو اويا ديو مرستيال لاس ليک ولري چې کميسيون دهغه په باب نظر څرګند کړي .
دغه راز دغورپخوانى والى سيما جوينده دخپلې غوښتن ليک د دڅيړنې په اړوند د زياتو معلوماتو د وړاندې کولو په مقصد دکميسيون په غونډه کې ګډون وکړ ، ميرمن جوينده دغور دوالۍ په توګه له دندې مخکې په ولسي جرګه کې ددغه ولايت دخلکو داستازې په توګه دنده ترسره کړې ده او دغور له ولايت څخه له ګوښه کيدو وروسته دکابل ولايت دمرستيالې په توګه وټاکله شوه خو دې په دې پست کې د دندې له ترسره کولو څخه ډ ډه کړې ده او د يو غوښتن ليک په ترڅ کې په ولسي جرګه کې يې دخپل وکالت پست دبيا ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده او ولسي جرګې د دې غوښتن ليک دغه کميسيون ته راجع کړى دى.
دميرمن جوينده دعريضى له اوريدو وروسته وپتيل شوه چې کميسيون به په دې باب له هر اړخيز تحقيق وروسته داساسي قانون د حکمونو په رڼا کې نظر ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته