ورزش

دافغانستان دکرکټ ټيم دپاپيونيوګيونيادکرکټ ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :

دافغانستان دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم نن دپاپيو نيوګيونيا دکرکټ پرټيم بريالى شو.

دباختراژانس دخبرله مخې، افغانستان په خپلې وروستي سيالۍ کې دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ په څلورو لوبو سره دپاپيونيوګيونيا ټيم ته په استراليا کې ماتې ورکړى .

سيال ټيم لومړي لوبه پيل کړه  اوپه  ٥٢ آورو کې يې وکولاي شول دپنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره  ٢٣٨ منډي ترسره کړې  اوافغانستان ته يې ٢٣٩ منډي هدف وټاکه  چې  دهيواد دکرکټ ټيم وکولاي شول دشپږو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره هدف ته ورسيږي.

احمدزي دافغانستان ټيم ته اته څلويښت منډي  اوآفتاب علم اوسيدشيرزاد يو څلويښت منډي ترسره کړې.

دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم پخواهم داسکاتلند دنولس کلنو ځوانانو  دکرکټ ټيم ته ماتې ورکړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته