نړۍ

پاکستان په طالبانو په فشار سره غواړي د ډار اچوونکو اډې افغانستان ته وليږدوي

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
د کندز د جګړې موخه تاجکستان او ازبکستان ته د بهرنيو جګړه مارانو نفوذ دى.
د هېواد په شمال ختيځه حوزه کې د پوليسو لوى قوماندان وايي چې طالبان غواړي په کندزکې د زياتې نا امنۍ په پيدا کولو سره د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته د بهرنيو جګړه مارانو د نفوذ زمينه برابره کړي .
د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شيرعزيزکامه وال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې طالبان غواړي په کندزکې د جګړې په دوام سره د جندالله تندلاره ډله او تاجکي او ازبکستاني تندلارې ډلې په دغه ولايت کې ځاى پرځاى کړي، ترڅو دغه ډلې وکولاى شي تاجکستان او ازبکستان ته نفوذ وکړي.
کامه وال زياته کړه: د کندز جګړه پراخه ده، پاکستان د وسله والو طالبانو په ډلې زور اچولى دى چې خپلې شوراګانې دې له پاکستان څخه افغانستان ته وليږدوي  او په همدې موخه بهرنيو جګړه مارانو ته هم پناه ورکړي .
په شمال ختيځه حوزه کې د پوليسو دغه جګپوړي قوماندان ادعا وکړه چې طالبان د پاکستان د فشارونو له مخې هلې ځلې  کوي چې په کندزکې د اډې په جوړولو سره خپل فعاليت لا زيات پراخ کړي.
خو ده څرګنده کړه: امنيتي ځواکونه به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د نورو هېوادونو د نا امنۍ کولو او په هغوى د بريد لپاره په اډې بدل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته