سیاست

ډاکتر عبدالله : پاکستان بايد صادقانه همکاري وکړي .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړي استازي ريچارد اولسن سره وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې اولسن اسلام اباد ته دخپل وروستي سفر او دطالبانو په مشرانو دبريد لپاره له پاکستاني مسوولينو اوحکومت سره دخبرو په باب معلومات ورکړل او له ډار اچونې سره دمبارزې او دسولې اوثبات دټينګښت په باب  ددواړو هېوادونو دهمکارۍ په اصل ټينګار وکړ .
  په دې غونډه کې دغه راز اولسن دافغانستان  او دامريکا داړيکو اوهمکاريو دوارسا اوبروکسل  دکنفرانسونو ، په افغانستان کې دوروستيو بدلونونو  ، او دسياسي او امنيتي بدلونونو او دافغانستان دسيمه ئيزو اړيکو په اړوند دهېواد له اجراييه رييس سره خبرې وکړې .
دافغانستان داسلامي  جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دامريکا دمتحده ايالاتو  دهميشني همکارۍ او دښاغلي اولسن دسفرونو او هلوځلو څخه په مننې   سره يوځل بيا يې له تروريزم سره دمبارزې  په اړوند دافغانستان ددريځ دحقانيت او دانسانيت او دسيمې او نړې دسولې اوثبات دګډدښمن په توګه له ډار اچونې سره دمبارزې په لاره کې دپاکستان په صادقانه  همکاريو ټينګار وکړ .
اجراييه رييس  دخپلو خبرو په دوام زياته کړه :دافغانستان  حکومت په ټول توان سره هلې ځلې وکړي چې له پاکستان سره په صادقانه همکارۍ سره په هېواد کې دسولې بهير ګړندى کړي  خو له بده مرغه دپاکستان حکومت په خپلو ژمنو عمل نه دى کړى او دطالبانو مشر هم په پاکستان کې ووژل شو . دافغانستان دخلکو او حکومت هيله داده چې  دپاکستان حکومت په عملي ډول دطالبانو او دحقاني دشبکې پرخلاف لاس په کار شي او په سيمه او نړۍ کې  سولې ته درسيدو په لاره کې  له موږ سره مرسته وکړي .
اجراييه رييس دغه راز په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دافغانستان حکومت په ټول قوت سره  په ټول هېواد کې له تروريستانو سره دجګړې په حال کې دى   او دطالبانو دمشر له وژل کيدو وروسته  درامنځته شويو فرصتونو په  پام کې نيولو سره  چمتو دى دسولې لپاره هم کار وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته