امنیت

دباخترا ژانس يو خبريال ووهل شو او وډبول شو

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دباختراژانس يو خبريال تيره شپه دکار له ساحې څخه کورته دستنيدوپه وخت کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا ووهل شو او وډبول شو اوټپي کړاى شو.
دباخترا ژانس خبريال ذبيح الله علم  دتيرې شپې داتوبجو په شاوخوا کې په داسې حال کې  چې دکار له ساحې څخه دخپل کور په لور روان و دکابل ښار داتمي ناحيي دقلعه چې په ساحه کې ددوو کسانو له خوا چې په سړو وسلو سمبال وو  له لټولو وروسته ووهل شو او  وډبول شو.
ښاغلي علم  په سرکې  ټپي شوي  اوپه ابن سينا روغتون کې تردرملنې لاندې دي . يرغلګرو دده پيسې ، موبايل اودهويت کارت  اخيستي اوله ساحې څخه تښتيدلي دي.
دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس ويلي دي  چې دپيښې څرنګوالې څيړي  خو ددغو څيړنو نتيجې تراوسه پوري معلومې نه دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته