ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر دمرغومي  شپږ ويشتمه :
دپوهنې وزارت دتخنيکي اومسلکي تعليماتو دمعينيت خبرتيا
دکابل  ميخانيکي انستيتوت  دکابل ښار دنهمو ټولګيو فارغان  په لسم ټولګي  او ددولسمو ټولګيو فارغان  په ديارلسم ټولګي کې  دکانکور دازموينې له لارې  دماشين  ، بريښنا ،ر اډيو ټلويزيون او دموټرودترميمولو په څانګو کې د ١٣٩٦ کال لپاره  دنويو  زده کوونکو په توګه  د پنځه کلنې دورې لپاره  او داوبو رسولو  مرکز ګرمي  ، فلز کاري او ترکاڼۍ  په څانګو کې ددرې کلنې دورې لپاره مني .
په شرايطو برابر  مينه وال دې  له دوو عکسونو او دتابعيت له تذکرې سره  په شاه دوشمشيره  ( ع )  زيارت ته څيرمه  دکابل ميخانيکي انستيتوت ته  مراجعه وکړي  او دشموليت  فورمه دې ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته