امنیت

د غور پوليس: بسم الله عادل له امنيتي ساحې څخه بهر ترور شوى دى

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د غور پوليس وايي چې د غور غږ راډيو خبريال او مسوول مدير بسم الله عادل پرون ناوخته د دغه ولايت له امنيتي ساحې بهر ترور شوی دی.
د غور د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونيار نېک محمد نېکزاد د باختر آژانس سيمه یيزخبريال ته وويل چې د غورغږ راډيو خبريال اومسوول مدير بسم الله عادل پرته له دې چې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي، له امنيتي ساحې څخه وتلی و.
هغه زياته کړه: هغه ناپېژندل شوي شخص چې ګومان کېږي له بسم الله عادل سره يې نږدې اړيکې درلودې او هغه يې په موټرسايکل کې له ښار څخه د فېروزکوه ښار په لوېديځ کې له امنيتي ساحې څخه بهر وړی و، د هغه له خوا ترور شوی وي.
د غور د امنيې قوماندانۍ سرپرست وويل چې امنيتي مسوولين هلې ځلې کوي د دغې وژنې عاملين وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د يو بل خبر له مخې:
د غور د امنيې قوماندانۍ سرپرست وويل چې دوه وسله وال طالبان پرون د ښار په اخته خانه سيمه کې په هوايي بريد کې ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته