کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٣ :
هغه ديرش تنه چې د نشه يي توکو د قاچاقو په جرم بنديان وو، د مارچ د مياشتې د اتمې د ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني له فرمان سره سم نن له بندڅخه آزادشول .
دغه کسان دنشه يي توکو د قاچاقو د جرمونو په بېلابېلو قضيوکې دهېواد د درې ګونو محکمو له خوا د تنفيذي بندپه بېلابېلو مودو په مجازاتو محکوم شوي وو.
د مسکراتو او نشه يي توکو د جرمونوپرخلاف د مبارزې د اختصاصي څارنوالۍ لوى رياست د جمهوري رياست د عالي مقام له فرمان سره سم دغه کسان له بند څخه آزاد کړل او بېرته له خپلوکورنيو سره يوځاى شول.
دا په داسې حال کې ده چې د همدې فرمان له مخې، تېره اوونۍ هغه اته ميرمنې چې د نشه يي توکو د قاچاقو په جرم بنديانې وې، دبند په موده کې تخفيف راغى او له بند څخه آزادې شوې .
0 1 دقیقه لوستل