امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
شپږتنه وسله وال  طالبان په کونــــړ ولايت کـــې  له پوځيانو سره  د نوې جګړې په بهېرکې  ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار  د دانګام ولسوالۍ بازار ته  څيرمه هغه وخت رامنځته شوه  چې يوې ډلې يرغلګرو  د پوځيانو د سپرلۍ په  کاروان  بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان  د باخترآ ژانس خبريال ته وويل  چې په  دې جګړه کې  شپږ تنه وسله  وال طالبان  ووژل شول.
ده  وويل  په يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان د بريد په وخت کې دپوځيانو له
خوا پرې  ډزې  وشوې   او  و وژل شول.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې خلکو ته  زيان نه  دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته