امنیت

په تگاب ولسوالۍ کې دافغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ دنښتې دڅرنګوالي دڅيړنې په مقصد يو هيت موظف شو

کابل – باختر دکب دمياشتې ١
د افغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي  د کاپيسا ولايت  په تگاب ولسوالۍ  کې  د ملي  اردو او دايتلاف دځواکونو دګډ ګارنيزيون ترمنځ دنښتې دپيښې دڅيړنې په مقصد چې دروان کال دسلواغې دمياشتې په ٢٣نيټه
رامنځته شوه  يو هيت موظف کړ :
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا  ددارلانشا دلوى رياست يوخبرځاى باخترآ ژانس ته  خبرورکړ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس دلارښوونې له مخې دغه هيت دملي دفاع  او دکورنيو چارو دوزارتونو  ، دملي امنيت دلوى رياست ، دچارو  دادارې او دوزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست  اودسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې   له استازو څخه   جوړشوى دى  او دنده لري  چې دايتلاف دځواکونو په تفاهم او همغږۍ سره دې  دغه پيښه  چې دواړو لورو ته دتلفاتو سبب شوه  وڅيړې او دنتيجو په باب دې  دافغانستان داسلامي  جمهوريت  دجمهوري رياست  عالي مقام ته رپوټ ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته