روغتیا

يوشمېر ډاکتر او روغتيايي کارکوونکي وستايل شول

کابل باختر دلړم دمياشتې دريمه :
يوشمېر ډکترانو او روغتيايي کارکوونکي چې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولوکې يې وړتيا ښودلې وه؛ د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې  د جمهور رييس د فوق العاده استازي او د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه هيئت له خوا وستايل شول .
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کوونکو څخه چې د افغانانو د روغتيايي حالت د ښه والي په برخه کې نه ستړي کيدونکې  هلې ځلې کړې دي؛  قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د ملي وحدت حکومت د امکان تر پولې پورې د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو د ژوندانه د مصوونيت او مادي او معنوي امتيازونو په برخه کې ځان ژمن بولي.
د جمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه: له زياتو کلونو څخه د روغتيا سکټور څرنګه چې لازمه ده؛ وده نه ده کړې. او اوس هم د هيواد په ځينو لرو پرتو سيموکې خلک د روغتيايي خدمتونو له کمښت سره مخامخ  دي او موږ به هلې ځلې وکړو چې د خصوصي سکتور په مشارکت په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو ملاتړ وکړو .
په همدې حال کې د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين  فيروز د افغانستان د روغتيا سکتور ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې د روغتيا خدمتونو  د ټيټ کيفيت له امله د خلکو نارضايتي د باکيفته درملو نه شتون، د پرمختللوطبي وسايلو نشتوالى، د زړو ودانيو او د غير معياري روغتيايي مرکزونو شتون او د مالي منابعو نشتوالى چې يواځې په سلوکې څلور يې د افغانستان د دولت له خوا تامينيږي؛ له هغو چلنجونو څخه وبلل چې له تيروکلونو څخه په ميراث پاتې دي او زياته يې کړه چې د عامې روغتيا وزارت د دغو ستونزو د لرې کولو په خاطر نوي پروګرامونه او طرحې ترلاس لاندې نيولي دي او په دې لاره کې د ملي وحدت د حکومت د مشرتابه پياوړى ملاتړ ته اړتيا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته