امنیت

په غزني کې دوسله والو طالبانو ديو مهم قوماندان نيول .

کابل- باختر دمرغومې يولسمه :
په غزني ولايت کې دافغان او ناټو دځواکونو دعملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو يو ستر قوماندان ونيول شو.
دغه سړى چې ناټو هغه دغزنى په اندړو ولسوالۍ کې دطالبانو ستر او مهم قوماندان بولى پرون په پټنځاى کې يې ونيول شو.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ، دغه قوماندان کله چې ديو لړ ترورستي بريدونو په سازمان ورکولو او طرحه کولو بوخت و داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
ناټو ددغه قوماندان نوم نه دى اخستى خو ويلي دي چې دى په اندړو ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو ستر او مهم قوماندان و.
ويل کېږي چې دغه قوماندان له افرادو سره يې دوسله والو طالبانو دلسګونو سيمه ييزو قوماندانانو رهبرى کوله او داندړو ولسوالۍ او دغزني دنورو سيمو په نا اراميو کې يې ستر رول درلود.
هغه دغه راز په غزني کې دځان مرګو او وسله والو بريدونو داصلى طرحه کوونکې په توګه بلل شوى دى.
په همدې حال کې په غزني کې سيمه ييزو مقاماتو هم ددغه قوماندان نيول کېدل تاييدوى او وايي چې ده په پاکستان کې دطالبانو دمشرانو په همکارۍ ددغه ولايت اوپه تيره بيا داندړو ولسوالۍ په نا اراميو کې لاس درلود  دناټو خبرپاڼه زياتوي چې ددغه قوماندان دنيولو دعملياتو په بهير کې دهغه دوه تنه افرادهم نيول شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته