ټولنه

په هرات کې د وروستيو سيلاوونو له امله څلور تنه ووژل شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دهرات ولايت په ښار او ولسواليو کې وروستي سيلاونه دڅلورو تنو دمرګ ژوبلې او دلسګونو جريبو کرنيزو ځمکو د دويجاړيدو سبب شوى دى.
دوه تنه ماشومان دشالبافانو او د زنده جان او دکشک رباط سنګي په ولسواليو کې ديوې ښځې په ګډون درې تنه دسيلاوونو دراوتلو له امله ووژل شول.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي چې ددغه ولايت والي ښاغلي محمد آصف رحيمي پرون دهرات ښار په انجيل ولسوالۍ کې له سيلاوځپلې سيمې څخه کتنه وکړه دولايتي بيړنۍ کميټې ته لارښونه وکړه چې خپل بشردوستانه کافي مرستې سيلاوځپلو کسانو ته وويشي.
له دې سره جوخت دهرات والي دهرات ښار په مرکزي واټونو کې د دوکاندارانو او داصنافو ستونزې له نږدې وڅيړلې او د ښاروالۍمسوولينو ته يې لارښونه وکړه دسيلاونو دمخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دسيلاونو زيات زيانونه په زنده جان ،کهسان ،انجيل ګذرې او کرخ په ولسواليو کې ثبت شوي دي او دهرات ښار په شالبافانو سيمه کې هم شل کورونه ويجاړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته