سیاست

داوبو دعالي شورا غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دغبرګولي  اوومه

  داوبو دعالي شورا غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس  دمرستيال محمدکريم خليلي  په مشرۍ جوړه شوه .

 دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  په دې غونده کې لومړۍ دسيلاونو دمديريت دپاليسې اوستراتيژي  مسوده چې داوبو د شورا ددارالانشا له خوا برابره شوى ده په هراړخيزه توګه وڅيړل شوه .

 وروسته دشورا غړو ددغي پاليسې دشکلي او ماهوي اصلاحاتو په باب خپلي نظريي او پيشنهادونه وړاندې کړل .

 ددغي پاليسې دتدوين هدف دسيلاونو دراوتلو له امله دمثبتو اړخونو اوخطرونو ترمنځ  دانډول رامنځته کول دي چې له سيلاو ځپلو سيمو څخه داغيزمني  استفادي  قانوني اړخونو او دسيمه ئيز ، ټولنيزو او اقتصادي ژوندانه شرايط  برابروي .

  په دې پاليسې  او ستراتيژي کې دغه رازدسيلاونو د منفي اغيزو  دکمښت لپاره دتدبيرونو دنيولو په لاره  کې ديو لړ پروګرامونوطرحه کول هم شامل دي .

  داوبو  عالي شورا دسيلاونودراوتلو دمديريت او مخنيوي دڅرنګوالي دموضوع ارزښت ته  په پاملرني سره داوبو دعالي شورا ددارالانشا ته دنده وسپارله چې په غونډه کې دطرحه شويو نظريو په پام کې نيولو سره دې دغه مسوده دپاليسې او ستراتيژي په دوو جلا جلا برخو کې برابره کړي اووروسته دي دلازياتي بډايني په مقصد دشورا دغړو په واک کي ورکړي شي چې داوبو دعالي شورا په يوه غونډه کې يوځل بيا وڅيړل شي .

  ددغي غونډې په يوه بله پرخه کې دکابل ښار تر ځمکي لاندې اوبو دزيرمو دمديريت څرنګوالي دشورا دغړو له خوا وڅيړل شو ، دشورا غړو دکابل ښار  تر ځمکي لاندې اوبو دزيرمو داوسنۍ حالت له امله دانديښنې د څرګندولو په ترڅ کې  چې دوروستيو وچکاليو  ،  تر ځمکي  لاندې اوبو د تغذيي  دساحو دکمښت او په ناسمه توګه له دغو زيرمو څخه داستفادي په خاطر رامنځته شوي دي دروان کال دثور دمياشتي ددولسمي نيټي دکابل تر ځمکي لاندې اوبو د ورکشاپ پريکړه ليک تاييد کړ او اړوندي اداري يي مکلفي کړي  چې دهغو دتطبيق په لاره کې  عملي اقدامات ترلاس لاندې  ونيسي .

 ددغه پريکړه ليک  په يوه برخه کې داړوندو ارګانونو له خوا دسمندري حوزو  په حريم کې په خپل سر دښارګوټو دجوړولو په جدي مخنيوي او دکثافاتو او د سپتيکو  څاه ګانو د تصفيي دساختمانونو په جوړولو باندې ټينګار شوي دي .

 دغه راز په دې پريکړه ليک کې  داوبو دشورا ددارالانشا په لازياتي پياوړتيا ، دوچکالي  او دسيلاودهراړخيز مديريت دپاليسيو په پرمختيا او دهيواد دنافذو قوانينو دتطبيق  کوونکو مرکزونو پياوړتيا ته اشاره شوې ده .

  دغه راز په دې غونډه کې  دانرژي او اوبو وزارت معين دهيواد دهغو سترو آبي پروژو  په باب چې تاکل شوې ده  دنړيوالې  ټولنې او دهمکارو هيوادونو دملاتړ او تمويل  په مقصد دتوکيو په کنفرانس  کي وړاندې شي معلومات ورکړل او څرګنده يي کړه چې دهيواد داوبو دسرچينو دزيرمه کولو لپاره څه دپاسه څلورو ملياردو اووه سوه مليونو  ډالرو  ته اړتيا ده چې په لومړۍ پړاوکې څه دپاسه يو ملياردو دري سوه مليونو ډالرو ته اړتيا شته چې تراوسه پورې زياته برخه يي دتمويلوونکو  هيوادونو له خوا  ژمنه شوي  ده .

 دغه راز په دي غونډه کې دکانونو له وزارت څخه  دانرژي او اوبو وزارت ته  دهيواد تر ځمکي لاندې اوبو دبرخي دليږدونې په باب دکانونو وزارت دوړانديز په اړوند په هراړخيز توګه غور او خبري وشوي

 دغوندې غړو دغه وړانديز دهيواد داوبو  په سرچينو کې دواحد مديريت د جوړولو له پلوه ګټور وباله او هغه يي په پرنسيب کي  تاييد کړ او داوبو دعالي شورا ددرالانشا  ته يي دنده وسپارله چې دتخنيکي  مواردو له څيړنې وروسته دي داړونده طرز العمل دبرابرولو په لاره کې اقدام وکړي او داوبو دعالي شورا په يوه غونده کې دي وړاندې کړي .

 دغه راز په دي غونډه کې داوبو دعالي شورا ددارالانشا دفعاليتونو او برياليتوبونو رپوټ دانرژي او اوبو وزارت دمعين له خوا وړاندې شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته