اقتصاد

تخارکې د لمریزې برېښنا د پروژې کار بشپړشو

– کابل د زمري ۱۱ باختر
په تخارکې د کلیود بیا رغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام              له لارې د لمریزې برېښنا شبکې د غځولو د پروژې کار بشپړشو.
د کلیو د بیا رغاونې او پراختيا وزارت ویاند نن د باخترآژانس خبریال ته وویل:         دغه پروژه  ددغه ولایت د نمک آب ولسوالۍ په  تاشبلاق کلي کې په دوو استیشنونو        کې تنظیم شوې چې ۹۲ کورنیوته د څه نا څه یونیم کیلواټه په ظرفیت برېښنا برابروي .
د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند زیاته کړه ددغې پروژې په جوړولو کې څه دپاسه څلورمیلیونه افغانۍ لګېدلې دي .
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته