امنیت

شپاړس ماینونه په کابل او ننګرهار کې شنډ کړاى شول

کابل / د زمري لومړۍ / باختر
ملي اردو ١٦ ماینونه پرون د کابل د سروبي ولسوالۍ او د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړل.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دغې قول اردو منسوبينو دغه ماینونه چې وسله والو مخالفينو د کابل د سروبي ولسوالۍ د جګدلک او د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځای پرځای کړي وو؛ کشف او شنډ کړل.
د یو بل خبر له مخې:
د غزني د زنجان ولسوالۍ پولیسو یو ماین چې وسله والو طالبانو پر ملکي او پوځي وسایطو د بريد په موخه د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړى و؛ کشف او شنډ کړ.
پاى / سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته