سیاست

دجمهور رييس حکم

کابل باختر د کب اتلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د جنازې د تدفين او فاتحې اخستلو د مراسمو د پرځاى کولوپه خاطر د دولتي عالي کميسيون د موظف کولوپه باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي حکم !
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې د هيواد رښتينى خدمتګار او د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت يو نوميالى مشر، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن سهار د يکشنې د ورځې د روان کال دکب دمياشتې په اتلسمه نيټه وفات شو.
انالله وانااليه راجعون.
په همدې مناسبت سرله سبا د روان کال دکب دمياشتې له نولسمې نيټې د دوشنبې له ورځې څخه د دريو ورځو لپاره په هيوادکې ملي ماتم اعلاميږي.
دهيواد په  دننه او له هيواد څخه بهر دافغانستان داسلامي جمهوريت په سياسي نمايندګيوکې دافغانستان داسلامي جمهوريت بيرغ دې نيمه ځوړند کړى شي.
د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د جنازې د تدفين او فاتحه اخستلو د مراسمو دپرځاى کولو په مقصد د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو د وزير محمد عمر داوودزي په مشرۍ د دغو اشخاصو په ترکيب:
• د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيزسترجنرال شيرمحمدکريمي  د کميسيون د مرستيال په توګه.
• د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين د غړي په توګه .
• دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رييس صادق مدبر د غړي په توګه .
• د ملي امنيت دلوى رياست سرپرست ډګرجنرال رحمت الله نبيل د غړي په توګه .
• د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د دفتر د رياست سرپرست محمد يوسف اعتبار د غړي په توګه، دولتي عالي کميسيون منظوروم.
کميسيون موظف دى چې د ارواښاد د جنازې د وړلو، تدفين او فاتحې اخستلو په لاره کې د خاصو دولتي مراسمو د پرځاى کولوپه مقصد د هيواد په مرکز او ولايتونوکې هراړخيز تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته