ټولنه

په فراه کې دترافيکي پيښې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د ثور نهمه :
دفراه _ کابل په لويه لاره کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
دفراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه پرون مازيګر  دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پير دنبال بابا په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دميرويس نيکه په شرکت پورې اړوند يوموټر د زيات ګړنديتوب  له امله له خپل تګلوري  څخه واوښت او چپه شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
دفراه دولايتي روغتون آمر ډاکتر عبدالحکيم  رسولي وويل چې ددغه موټر دچپه کيدو له امله دوه تنه ماشومان وژل شوي دي او دڅلور ښځو او دشپاړلسو  تنو په ګډون شل تنه نور ټپيان شوي دي .
رسولي ددغې پيښې دټپيانو حالت خراب وباله او ويې ويل چې ټپيان تر درملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته