ورزش

دهيواد دفوټبال ملي ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دپاکستان په ملي ټيم بريالي شو.

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم په هغه دوستانه لوبه کې چې دپاکستان دفوټبال له ملي ټيم سره يي په کابل کې وکړه درې ګولونه ووهل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په دې دوستانه لوبه کې چې د کابل په ورزشي لوبغالې کې ترسره شوه د هيواد دفوټبال دملي ټيم لوبغاړو په هغږي او حساب شوى لوبې په وړاندې کولو سره دپاکستان دفوټبال دملي ټيم لوبغاړوته وخت ور نه کړ چې ان يو ګول هم ووهى.
ددغې لوبې لومړى ګول په لومړى نيمايي کې دهيواد دملي ټيم دمهاجم سنجر احمدي له خوا ووهل شو .
په دويمه نيمايي کې دهيواد دملي ټيم لوبغاړي  آرش  دويم ګول  هم و واهه او ورپسې دهيواد دملي ټيم لوبغاړې ښکلى او په زړه پورې ګول وواهه .
دغې  لوبه وښودله چې دهيواد دفوټبال ملي ټيم د هرې ورځې په تيريدو سره پياوړې کيږي او دغه هيله رامنځته کوي چې دغه ټيم به يوه ورځ دسيمې د فوټبال اتل شي او له هغه ورورسته په نړيوالو سياليو کې دبرياليتوب لوړو پوړيوته ورسيږي .
دغه لوبه  دننداره کوونکو دولولو په څپو کې پاى ته ورسيده  .
شپږ ديرش کاله مخکې هم افغانستان صابر روح پرور  په يو ګول سره د پاکستان ټيم په ګونډو کړې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته