سیاست

د قوانينو د کميټې لسمه غونده د جمهور رييس د دويم مرستيال په مشرۍ جوړه شوه

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٠ :
د قوانيو د کميټې لسمه غونډه نن د جمهوري رياست د دويم مرستيال او ددغې کميټې د رييس قانونپوه محمد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې د جمهور رييس مرستيال په هيوادکې د وروستيو طبيعي او غير طبيعي پيښو د شهيدانو د درناوي او د هغوى کورنيو ته د ډاډګيرنې د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې وويل: د وروستيو زړه بوږنوونکو پيښو له لومړيو ورځو څخه حکومت په خپلو ټولو امکاناتو سره په عملي اقداماتو لاس پورې کړى دى.
ده زياته کړه: له شک پرته د ناتار کچه او اوښتي زيانونه او تاوانونه بيخي زيات دي خو بيا هم هلې ځلې کوو چې د خلکو کړاوونه او دردونه کم شي.
په دې غونډه کې له اجندا سره سم د دولتي ملکيتونو د ورکړې د قانون طرحه ، د ملي اردو د افسرانو او بريد ملانو د ذاتي چارو د لسمې مادې د دريمې فقرې د تعديل طرحه، د پلټنې د عالي ادارې د مالي امتياز مقرره او د وزاتونو او د دولتي ادارو د سرپرستۍ د تنظيم د قانون طرحه وڅيړلې شوې او لازمې مصوبې صادرې شوې.
د دولتي ملکيتونو د ورکړې دقانون د طرحې د نواقصو او نميګړتياوو په باب له خبرو وروسته پريکړه وشوه چې د قوانينو د کميټې له غړو څخه يو کميسيون دې دغه طرحه په هراړخيزه توګه تدقيق او وڅيړلي او خپل وړانديزونه دې د طرحې په متن کې عملي کړي چې بيا د قوانينو په کميټه کې وڅيړل شي.
دغه راز دملي اردو د افسرانو او بريد ملانو د ذاتي چارو د لسمې مادې د دريمې فقرې د تعديل طرحه د غړو د نظر له څرګنديدو وروسته تاييد شوه.
د پلټنې د عالي ادارې د مالي امتياز مقرره له خبرو او له لنډو اصلاحاتو وروسته د غړو د تاييد وړ وګرځيده
په دې غونډه کې د وزارتونو او د دولتي ادارو د سرپرستۍ د تنظيم د قانون طرحه وڅيړل شوه او تصويب شو چې د قوانينو د کميټې له غړو څخه يو کميسيون دې په سملاسي ډول هغه تدقيق کړي او د کابينې په غونډه کې د خبرو لپاره دې چمتو کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته