۱۰۰ ورځې

سبا په مليونونو تنه افغانان دراى ورکولو صندوقونو ته ځي .

کابل باختر د وري  پنځلسمه :
سباد روان کال دورى دمياشتې په شپاړلسمه نيټه دشنبې په ورځ  دافغانستان دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات ترسره کيږي .
ټاکل شوې ده چې دراى ورکولو  په شرايطو برابرڅه دپاسه لس مليونه تنه افغانان تر ځانګړو امنيتي تدبيرونو لاندې دخپل راتلونکي جمهور رييس دانتخاب  لپاره  دراي ورکولو صندوقونو ته لاړ شي .
داعلام شوي  پروګرام له مخې دراى ورکولو مرکزونه به د سهار له اووه بجو څخه دمازيګرتر څلوروبجو پورې په افغانستان کې دراي  ورکوونکو پرمخ پرانستي  وي خو داړتيا په صورت کې دراى ورکولو وخت ديو او يا دووساعتونو لپاره دتمديد وړ دي .
  دافغانستان دانتخاباتودخپلواک کميسيون مقامات  دجمهوري رياست اودولايتي شورګانودانتخاباتود ترسره کولو لپاره دتياري خبرې کوي او وايي چې  په دې لاره کې  ځانګړي تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي.
  دترلاسه شويو شميرنو له مخې په ټول هيواد کې به شپږ زره څلور سوه درې ويشت مرکزونه دراى ورکوونکو پرمخ پرانستى  وي .
امنيتي  مقاماتو او دافغانستان دانتخاباتودخپلواک کميسيون چارواکو اعلام وکړ چې دراى ورکولو په اووه سوه اته څلويښتومرکزونوکې به دتروريستي ګواښونو په دليل انتخابات ترسره نه شي .
دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت څه ناڅه درې سوه پنځوس زره تنه پوځيان دهيواد په ګوټ ګوټ کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري .
  دغه ځواکونه دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دراى ورکولو په مرکزونو ، لويو لارو او مهمو سيمو او په تيره بيا په ګڼ ميشتو ساحوکې ځاى پرځاى شوي دي چې دهر راز احتمالي تروريستي ګواښ مخه ونيسي .
همدااوس دافغانستان په ځينوسيموکې په لسګونو پوځي عمليات دوام لري چې تروريستي ګواښونه په دې وګړني بهير اغيزه ونه کړي .
څه دپاسه دولس مليونه تنه وګړي  په شرايطو برابر تشخيص شوي دي .
دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر محمد يوسف نورستاني وايي چې شل مليونه کارتونه په هيوادوالو ويشل شوي دي .
له دې جملې څخه يواځې څلورو مليونو تنو په  وروستي پړاو کې  دراى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کميسيون دراى ورکولو څوارلس مليونه پاڼې چاپ کړي دي او ديارلس مليونو تنو راي ورکوونکو ته تياري نيولي دي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په راروانو انتخاباتو کې دتقلب دمخنيوي لپاره  به د دوه  ډوله رنګونوڅخه استفاده وشي .
يوله دغو رنګونو څخه په سترګو ليدل کيږي اوبل يې له هغوځانګړو څراغونو څخه په استفادې سره دليندنې وړ دى چې دراى ورکولو په ټولو مرکزونو کې  شته
ډاکتر نورستاني وايي چې له بيلابيلو مرکزونواوکورنيو  او نړيوالورسانه يي بنسټونو سياسي ګوندونو او دجمهوري  رياست او دولايتي شوراګانو نوماندان به دانتخاباتو دترسره کولو بهير وڅاري .
په افغانستان کې دجمهوري رياست انتخابات په هرو پنځو کلونوکې يوځل ترسره کيږي .
ډاکتر عبدالله ، ډاکتر اشرف غني احمدزي ، قطب الدين هلال ، ډاکتر  زلمي رسول ، ګل اغا شيرزي ، داودسلطانزوي  ، هدايت امين ارسلا  او استاد سياف دجمهوري رياست دانتخاباتو ددغې دورې  نوماندان دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته