امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان دسولۍ له بهير سره يوځاى شول.

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان  ددولت  پرضد په ورانکارو فعاليتونو دپښيمانې په  څرګندولو سره په ننګرهار ولايت کې دسولۍ له بهير سره يوځاى شول
ددغې پنځه کسيزې وسله والې ډلې قوماندان ملا نور الله دباختراژانس خبريال ته وويل :په هغه څه چې په تيرو وختونوکې مې کړي دي پښيمانه يم او غواړم چې له دې وروسته دخپل هېواد په بيا جوړولو او دامنيت په تامينولو کې ونډه واخلم .
  دغه قوماندان له افرادو سره يې تراوسه پورې دپچير او اګام  په ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې له دولت سره ددغې ډلې په پيوستون سره دپچير او اګام ولسوالۍ په امنيت کې نسبي ښه والى راځي
ويل کيږي چې دغو طالبانو خپلې وسلې  هم دولت ته سپارلې دي
پرون هم دوو تنو وسله والو طالبانو په ننګرهار کې دجګړې له دوام څخه لاس واخيست او دسولۍ له بهير سره يوځاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته