جلال آباد باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
اوولس تنه په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو جرمونوپه تور ونيول شول.
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتوکې د پوځيانو په خاصو عملياتوکې ددغه ولايت له شاوخوا سيمو څخه نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندان وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل: دغه نيول شوي کسان د وژنې، غلا، د نشه يي توکو د قاچاقو او د انسان تښتونې په تور نيول شوي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ