کابل باختر د چنګاښ اتلسمه :
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ګرځندوى حالت ښه شوى دى .
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
د هرات ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس آريا روفيان وويل چې د تېرکال په بهيرکې څه ناڅه پنځه ويشت زره تنو سيلانيانو د دغه ولايت تاريخي ځايونه کتلي دي .
ده وويل چې د روان کال په بهير کې دوى هلې ځلې کوي چې د ګرځندوى د پروګرامونو په ترسره کولو سره له دې لارې د سولې پيغام د نا امنو سيمو اوسيدونکو ته ورسوي او دغه کار به له ګذرې ولسوالۍ څخه پيل کړي .
د هرات ولايت په تېره بيا د ګذرې ولسوالۍ د تاريخي آبداتو او سيمو په لرلو سره د هرات ولايت له نا امنو سيمو څخه شمېرل کيږي خو وروستيو څو لسيزو جګړو په دغه ولايت کې د ګرځندوى په حالت منفي اغيزې کړې دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل