نړۍ

ايران يوولس تنه نيول شوي پاکستانيان دغه هيواد ته وسپارل.

تهران- د دنيا  ورځپاڼه – باختر دکب دمياشتې ٣
د ايران سرحدي ساتوونکو يوولس تنه  پاکستاني اتباع  چې په  غير مجاز ډول ايران ته  دننوتو  په تورنيول شوي وو  ددغه هيواد مقاماتو ته  وسپارل .
دپاکستان اردو  ژبې ورځپاڼې دنيا وليکل  دايران سرحدي ساتوونکو   د دواړو هيوادونو په ګډه سرحدي سيمه کې دپاکستان دبلوچستان ايالت په چاغي سيمه کې له نيول شويو اتباعو څخه دتحقيقاتو او څيړنې له ترسره کولو وروسته پاکستان ته سپارلي دي او پاکستان له   دغې نيټې    وروسته   د   سلواغې په   مياشت   کې انګليسي  ژبې  ورځپاڼې بيزينس  رکورد خبر  ورکړى و چې دايران سرحدي ځواکونو  ٣٠ تنه پاکستاني اتباع نيولي دي او دميرجاوه په سرحدي سيمه کې  يې دپاکستان سرحدي مقاماتو ته سپارلي  دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې  :   پاکستاني اتباع د  کارموندلو او يا   اروپايي او دخليج د حوزې هيوادونو ته  دسفر په مقصد هلې ځلې کوي   چې په غير قانوني ډول هيواد ته  د ننوتو له لارې  د نظر وړ هيوادونو په  لور حرکت وکړي.
په  دې سيمه کې دانسان دقاچاقو غير قانوني ډلې  په غير قانوني ډول  پولوته  دمهاجرينو د استولو لپاره خطرناک  کارونه کوي او کله ناکله دعبوري موټرو او
يا د  لاريو تر شا صندوقونو کې دڅو تنو په بندي کولو سره  دهغوى په ژوند لوبې کوي.
ددغه حالت په نتيجه کې له ايران سره په پولو او ګاونډيو سيمو کې دغير قانوني مهاجرينو په قرباني کولو پورې  د اړوندو خبرونو خپرول دپاکستان په رسنيو کې
تر سترګو کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته