امنیت

امنيتي ځواکونو دا ځلې په کندزکې د مسافرانو د تښتونې مخه ونيوله

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
طالبانو يو ځل بيا غوښتل مسافرين وتښتوي چې د دولتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
طالبانو د جمعې د ورځې په مازيګر يوځل بيا د تالقانو – کندز لويه لارې په اوږدوکې د جرګذر په ساحه چې يو شمېر مسافرين له موټر څخه ښکته کړل او غوښتل يې چې هغوى هم وتښتوي؛ خو امنيتي ځواکونه ساحې ته ورسيدل او د هغوى د تښتونې مخه يې ونيوله.
د ملي اردو د دويمې لوا قوماندان ډګروال منګل راحت ددغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د امنيتي ځواکونو عمليات له څو ورځو راپه دې خوا د کته خيلو او جرګذر په ساحوکې چې د تالقانو – کندز لويې لارې ته څېرمه موقعيت لري؛ پيل شوي دي او دغه ټولې ساحې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
ويل کيږي: ددغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي او دغه راز د هغو نورو مسافرينو د موندلو او خلاصون لپاره چې درې ورځې مخکې له دغې لارې څخه تښتول شوي وو؛ د پلټنې عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته