امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون په لغمان ولايت کې دپوليسو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دغه عمليات دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ په  مربوطاتو کې چې وسله والو طالبانو غوښتل  دډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو سره دسيمې امنيت ګډوډ  کړي.
دلغمان دوالي ويندوى  سعيدى ځواک باخترآژانس ته وويل  : چې په دغو عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته