امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

_ لښکرګاه باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
نهه تنه   وسله وال  طالبان  په   هلمند ولايت کې له  پوځيانو سره په  نښته کې          ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه  په سنګين ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريدوکړ.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال  طالبان ووژل  شول.
ويل کيږي چې  په دې نښته کې پوځيانو اودسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته