روغتیا

د ارګو مصيبت خپلو ته سمبال روغتيايي کلينيک جوړيږي

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ دا په باريک د کلي د ځمکې ښويدنې پيښې مصيبت ځپلو ته يو روغتيايي مرکز جوړيږي.
دغه مرکز د عامې روغتيا وزارت له خوا د نړۍ د روغتيايي سازمان په مرسته په دغه ولايت کې جوړيږي.
د بدخشان ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نورمحمد خاوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه روغتون د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د آب باريک په کلي کې جوړيږي او ټاکل شوې ده تر راتلوونکو څو ورځو پورې د هغه ضروري وسايل دغه کلي ته وليږدول شي.
خاوري زياته کړه: د مصيبت ځپلې کلي بې کوره ښځې او ماشومان په خراب روغتيايي حالت کې دي او هغوى ته د زياتو روغتيايي خدمتونو اړتيا شته.
ده وويل: په دې سيمه کې ښځې روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري چې تراوسه پورې دوى ته نه دي برابر شوي او ماشومان د کافي خوراکي توکو د نشتوالي له امله له خوارځواکى سره مخامخ دي.
تراوسه پورې د دغه کلي مصيبت ځپلې د ګرځنده کلينيک له خوا تداوي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته