فرهنګ

د ايران د کتاب او فرهنګي محصولاتو نندارتون په کابل کې پرانستل شو.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
دايران داسلامي جمهوريت دکتاب او فرهنګي محصولاتو څلورم او پنځم  نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  ددغه نندارتون دپرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين ،  ددغه وزارت معينانو، په  پارلماني چارو کې د اسلامي فرهنګ او ارشاد  د وزارت معين ښاغلى نوشابادي په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت دسفارت نايب او غړو ، د کابل ښاروالۍ اداري معين ، په کابل کې دتاجکستان جمهوريت لوى سفير او يو شمير ديني  عالمانو ګډون  کړى و .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په  دې غونډه کې دخبرو په ترڅ کې د افغانستان او ايران د دواړو ملتونو ترمنځ د دوستۍ او ورورولۍ  يادونه وکړه او د نړۍ ددغې سيمې په فرهنګي پراختيا کې يې دکتاب او کتابوالۍ د ارزښت په باب څرګندونې وکړې .
دغه راز دايران داسلامي جمهوريت فرهنګي مسوول جهانشاهي  د دغه نندارتون په باب خبرې وکړې  او ويې ويل چې ديوسلو يووشپيتو خپرونکو شل زره عنوانه کتابونه  په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوى دي .
دغه  نندارتون د اطلا عاتو او  فرهنګ وزارت  د  خپرونو   د  چارو معينې سيمين حسن زاده او  د ايران  د  اسلامي جمهوريت  د ارشاد او فرهنګ   وزارت د معين ښاغلى نوشا بادى له خوا پرانستل شو .
دغه نندارتون دلسو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته