امنیت

په لوګرکې له نويو روغتيايي تاسيساتو څخه ګټه اخسته

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د لوګر ولايت د نايب امين الله خان لوګرى د روغتون په انګړکې د نويو زيږيدلو ماشومانو د څانګې د ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د لوګر ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظريف نايب خيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه څانګه په پل علم ښارکې د نايب امين الله خان لوګرى د روغتون په انګړکې د ١١٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې د سارک د پروژې په مرسته د څه د پاسه ٤ مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
نايب خيل زياته کړه: دغه ودانۍ چې په يوه پوړکې جوړيږي؛ د ماشومانو، روغتيايانو او ډاکترانو خونې پکې په پام کې نيول شوې دي .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه څانګه د لومړي ځل لپاره په دغه روغتون کې جوړيږي چې په جوړيدو سره به يې د نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې په کچه کې کمښت رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته