نړۍ

له ګرجستان څخه په زرګونو تنه ايراني سوداګر وتلو ته مجبور شول.

تهران –  فايننشل ټايمز د تلې دمياشتې ٩
دګرجستان دنړيوالې سوداګري د خونو يو غړي محمود  داوري وايي چې په دې وروستيو کې ١٦٤٥ ايراني سوداګر د دې لپاره چې دې  (( ددغه هيواد د دولت له خوا له چلنجونوسره مخامخ  )) يادشوى ،مجبور شوي دي له دغه هيواد څخه ووځي.
ايراني –  ګرجستاني داوري سوداګر دګرجستان چاپ له ((فانينشل)) ورځپانې سره په خبرو کې اعلام وکړ چې په ٢٠١٣ کال کې ، ايراني سوداګر له يو شمير ستونزو سره چې د ګرجستان دولت په دستور رامنځته شوي وو مخامخ شول او حتى مجبور شول چې خپل بانکي حسابونه  وتړلي.
دغې ورځپانې ويلې دي  چې په ګرجستان کې دځينو ايراني سوداګرو له مجبوريدو پرته دخپلو بانکي حسابونو دتړلو لپاره ددغه هيواد مرکزي بانک هم په چنګاښ په  مياشت کې يي تړلې وو .
ګرجستان د روان کال د چنګاښ دمياشتې له لسمې نيټې په  يو اړخيزه توګه يې له ايران سره د ويزې قرار دا د له منځه يوړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته