کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
اووه تنه په پروان کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور پرون ونيول شول .
دپروان دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول محمد سليم نوري باختراژانس ته وويل چې دغه کسان ددغه ولايت دسيدخيلو او سالنګ په ولسواليو کې په دوو جلا جلا عملياتو کې ونيول شول .
هغه وويل: له دغوکسانو څخه يوه اندازه نشه يي توکي اوبنگډانه ترلاسه شوي دي .او له هغوى څخه تحقيقات دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم