-کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
دننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو بريد ناکام شو .
يرغلګرو تېره شپه په دغو پوستو بريېدونه وکړل چې ددوو تنويرغلګرو له وژل کېدو وروسته تېښتې ته اړ شول .
دسېلاب قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې جګړه کې دوه تنه يرغلګر ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول . په خبرپاڼه کې ويل شوي دي وسله وال طالبان پرته له دې چې پوځي تاسيساتو او پوځيانو ته زيان واړوي تېښتې ته اړ شول .
ديوبل خبرله مخې، دوه تنه وسله وال طالبان په لغمان کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او درې تنه نور يرغلګر ټپيان شول .
دغه جګړه تېره شپه مهترلام ښار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ .
ويل کېږي دطالبانو په دې بريد کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل