امنیت

شپږڅلويښت تنه بنديان آزاد شول

کابل باختر د لړم شپږمه :
څليرويشت تنه بنديان نن د نيمروز ولايت له جيل څخه خوشې شول .
دغه بنديان دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت دهيواد د جمهور رييس دفرمان له مخې له جيل څخه آزاد شول.
دنيمروز دجيل مدير سمونوال سيد احمد باخترآژانس ته وويل: دغه بنديان د اړونده کميسيون له خوا د دوى د دوسيو له څيړنې وروسته له جيل څخه خوشې شول.
ديوبل خبر له مخې: دوه ويشت تنه بنديان دنيکمرغه لوى اخترپه مناسبت دهيواد دجمهور رييس د فرمان له مخې دکندز له جيل څخه خوشې شول .
دکندز دجيل لوى مديرتورنجنرال شاه مير اميرپورباخترآژانس ته وويل: دغه بنديان د دوى د نسبتي دوسيوله څيړنې وروسته له بند څخه خوشې شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته