اخبارامنیت

يووسله وال طالب په کابل کې ووژل شو

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
دوو وسله والو طالبانو چې تېره شپه يې د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې يو موټرچلوونکى ترور کړى و ، يوتن يې ووژل شواوبل طالب ټپي شو.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبريال ته وويل، دوه تنه تروريست طالبان چې د عزيز الرحمن په نامه دعامه خدمتونو يو کارکوونکى د کابل ښار د پنځمې ناحيې د قلعه کاشف په ساحه کې شهيد کړ، د پنځمې امنيتي حوزې پوليسو سملاسي اقدام وکړ يو وسله وال طالب يې وواژه او يو بل طالب په داسې حال کې چې ټپي و ، ونيوه .
له تروريستانو سره د پوليسو په دې جګړه کې دوه تنه پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي.
له دغوطالبانو څخه دوه تومانچې ترلاسه شوي اود قضيې په اړه څېړنې پيل شوي دي.
ختم- ج –ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا