کابل باختر د تلي ٢٩ :
د سرو زرو د يو انس په بيه کې د تېرې ورځې په نسبت دوه ډالره لوړوالى ليدل کيږي. پرون يو انس سره زر په نړيوالو بازارونو کې ١٣١٦ ډالره وړاندې کيده، نن په ١٣١٨ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک د سرو زرو دمارکيټ يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو ، کويټې ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٥٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢٢٠٠ افغانيو ، عربي ٢١٥٠ افغانيو ، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
2 کمتر از یک دقیقه