سیاست

جمهور رئیس غني: د قندهار بې ثباتي د ټول هېواد بې ثباتي ده

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١٩ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د قندهار ولایت د امنیتي وضعیت،  ستونزو او ننګونو د څيړنې او د لازمو حل لارو د موندلو په موخه قندهار ته یو ورځنی سفر وکړ. لومړی د قندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو ته لاړ. وروسته یې په منډیګک ماڼۍ کې د قندهار ولایت له مشرانو، دیني عالمانو، د ولایتي شورا او  مدني ټولنو له استازو سره په غونډه کې ګډون وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې لومړني ویناوال د قندهار والي همایون عزیزي امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه وباله، خو په حکومتوالۍ او ادارو کې د شته ستونزو د حل او اصلاحاتو یادونه یې وکړه.
د قندهار ولایت قومي مشرانو، د پوهنتون یو تن استاد، سناتور بسم الله افغانمل، د ولایتې شورا رئیس او د دغې شورا ښځینه استازې په خپلو ویناوو کې د جمهور رئیس د سولې د پروګرام  او اصلاحاتو ملاتړ وکړ او د قندهارستونزې یې هم یادې کړې.
ویناوالو د برېښنا، په ریاستونوکې د انحصار، د کرنې، د پوهنې د ټیټ کیفیت او د پوهنتون ستونزو ته اشاره وکړه او په عدلي او قضایي ارګانونوکې یې د اصلاحاتو د راوستلو وړاندیز وکړ.
دوی همدارنګه د ځمکو د غصب، فساد او وزګارتیا په مخنیوي هم ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني قندهار د افغانستان سیاسي زړه وباله، ويې ویل: د قندهار بې ثباتي د ټول افغانستان بې ثباته ده. 
ده وویل: والي زما خاص استازی دی، په قندهارکې بل قوت نشته، یوه اراده او یو عزم دی، ټول به په ګډه کار کوو.
جمهور رئیس د شهید حشمت خان خلیل کرزي یادونه هم وکړه. د قندهارسوله او پرمختګ یې د ده هيله وبلله او ويې ویل: سوله او پرمختګ د شهید حشمت خان آرمان او زموږ مرام دی، په کلکه یې تعقبیوو.
د هېواد جمهور رييس د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ، د ښاروالیو د اصلاحاتو یادونه یې وکړه، له خلکو یې د  کادرونو د معرفي کولوغوښتنه وکړه او ويې ویل: د اصلاحاتو په برخه کې په اشخاصو نه، بلکې په معیارونو بحث کوو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: په قندهارکې د مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړو او د  مېوو د بازار موندنې لپاره مو له ایران سره هم خبرې کړې.
جمهور رئیس غني وویل: موږ ته ستونزې په ميراث را پاتې دي، خو د  حلولو لپاره یې قوي عزم او اراده لرو.
ده د قندهار د پوهنې ستونزو ته په اشارې وویل: د پوهنې برخې ته باید زیاته توجه وکړو. ځوانانو ته باید د باکیفیته زده کړې اسانتیاوې برابرې کړو.
جمهور رئیس وویل: ډیورنډ قطعاً زموږ د سولې د مذاکراتو برخه نه وه او نه ده، ځکه دا زما نه، بلکې د ولس اختیار دی. همدارنګه یې د قندهار له مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل چې کلي په کلي، جومات په جومات او کور په کور د سولې په اړه تحرک رامنځته کړي.
د منډیګک ماڼۍ په دغې نننۍ غونډه کې ګل آغا شېرزي او د قندهار قومي مشرانو جمهور رئیس غني ته د درنښت پګړۍ ور په سر کړه. #

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا