ورزش

دهرات دتنکيو ځوانانو دفوټبال سياليو دوام وکړ.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧ دهرات تنکيو ځوانانو دفوټبال سياليو پرون په شپږو لوبو سره دوام وکړ . دهرات ولايت د ورزشي آ مريت مرستيال ضيا الحق باختر آژانس ته وويل : په دغو سياليو کې دپيام آسيا ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره د نوري ټيم د آريانا ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره دهيرى ټيم او دپيمان ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره دپيروزي په ټيم بريالى شو . دغه راز دبيګ بير او کهسان دټيمونو ترمنځ لوبه ديوې په مقابلې کې په يوې او دآمو او د انصاري دټيمونو ترمنځ لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده . دغه سيالۍ په هرات کې تنکيو ځوانانو د ديرشو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې په دوام يې نن دخراسان ټيم د آموله ټيم سره ، آريا له آزادي اتفاق له اماني د پوهنې د استقلال ټيم د ابومسلم ، افغان له پامير او د هرات ويب له کوثر سره لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته