ټولنه

زابل کې دوه تنه پولیس د بډو اخېستو په تور ونیول شول

قلات باختر د لیندۍ ۳ مه
د زابل ولایت امنیتي مسوولین وايي: هغه دوه تنه پولیس یې نیولي چې د لارو په اږدو کې به یې له عامو خلکو او موټر چلوونکو څخه په زور پېسې اخېستې.
د دغو دوو تنو پولیسو د نیولو لپاره هغه وخت هڅې پیل شوې کله یې چې د بډو اخېستو په وخت کې یو تن عام وګړی ټپي کړ.
د زابل امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې،تورن پولیس، تر لومړنیو څېړنو لاندې دى او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته