امنیت

د عربي متحده اماراتو پنځه تنه ديپلوماتان د قندهارپه چاودنه کې ووژل شول

دُبى بي بي سي  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
د عربي متحده اماراتو خبرځايونو د دغه هېواد د حکومت له خولې تائيد کړ چې د متحده عربي اماراتو پنځه تنه ديپلوماتان په قندهار ولايت کې د پرون ماښام په  چاودنه کې وژل شوي دي .
عربي متحده اماراتو ويلي دي چې دغه کسان د روزنيزو او پرمختيايي انسان دوستانه طرحو د اجراکولو په حال کې وو.
د عربي متحده اماراتو د دغو ديپلوماتانو د وژل کيدو له امله يې درې ورځې عمومي ماتم اعلام کړى دى.
د عربي متحده اماراتو امير  شيخ خليفه بن زاهد لارښوونه کړې ده چې د دغه هېواد بيرغ په ټول هېوادکې د دريو ورځو لپاره د وژل شويو ديپلوماتانو په درناوي نيم ځوړند وي.
دغه راز د قندهار د والي  وياند اعلام وکړ چې د قندهار د والي په ميلمستون کې د چاودنې له امله  د والي مرستيال عبدالعلي شمسي چې سخت ټپي شوي  و، مړ شوى دى .
د قندهار د والي وياند نن بي بي سي ته  وويل چې د پرون ماښام په  چاودنه کې  د قندهار ولايت د بهرنيو اړيکو رئيس شاه احمدسعيد، په امريکا کې افغان ديپلومات يما قريشي، د استازو د مجلس وکيل بازمحمدجوزجانى او دوه تنه نور چې تر اوسه پورې پيژندل شوي نه دي، هم وژل شوي دي .
د دغې چاودنې له امله دغه راز د قندهار والي همايون عزيزي، په افغانستان کې    د عربي متحده اماراتو سفير جمعه الکعبي او څوارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي چې دغه چاودنه پرون ماښام د اوو بجو په  شاوخوا کې د قندهار د والي په ميلمستون کې هغه وخت رامنځته شوه چې د عربي متحده اماراتو سفير د قندهار له والي او د دغه ولايت له نورو لوړ رتبه مقاماتو سره  د شپې د ډوډۍ خوړولو په  حال کې وو.
د عربي متحده اماراتو سفارت په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي دي چې ددغه هېواد سفير او ديپلوماتان د يو روزنتون د ودانۍ د بنسټ د ډبرې د ايښودلو لپاره  د قندهار ولايت تللي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته