نړۍ، د وري ۳۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
د چین ډیجیټل خبري آژآنس د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په جاکارتا کې له خپل اندونزیایي سیال سره یو ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې هېواد یې په ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطین د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړي په غزه کې روان جنګ ته په اشارې ویلي، چې ژر تر ژره باید اوربند ټینګ شي او روان انساني کړکېچ ته د پای ټکی کښېږدي.
ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو پر سر دغه سازمان کې رایه اچونه وشي.
انګېرنه دا کیږي، چې ممکن د امریکا متحده ایالات چې د اسرایلو نږدې ملګری دی، له دغې موضوع سره سخت مخالفت وکړي.