کابل، د غبرګولي ۲ مه، باختر
د هلمند د مرکز لښکر ګاه د دوهمې حوزې اړوند کتاب څلور لارې ته څېرمه یوې هټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چې سیمې ته په خپل وخت د اور وژنې ډلې ځان رسولی او د زیاتو زیانونو مخه یې نېولې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په اورلګېدنه کې د هټۍ څښتن ته مالي زیان اوښتی؛ خو د سر زیانه نه لري.
ن/ر