کابل، د چنګاښ ۲۴ مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د کابل ښار په پنځمې ناحیې پورې اړوند د ده عربانو په سیمه کې د کوڅو د کانکریټ کار د څه پاسه ۵۰ سلنه بشپړ کړی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د ده عربانو په سیمه کې د وردکي کوڅې او هغې ته څېرمه د نورو کوڅو د کانکریټ کار به د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي په دوو پروژو کې پلي شي.
د لومړۍ پروژې د کانکریټ کار چې د ۱۵۶ مترو په اوږدوالي د ویالو جوړولو او د کوڅو پخول دي ډېرژر به بشپړ شي.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د یوه مسوول د څرګندونو له مخې؛ له ښاري اسانتیاوو څخه بې برخې سیمو ته پاملرنه د کابل ښاروالۍ د پلانونو په لومړیتوبونو کې ده، چې د امکاناتو او منابعو په پام کې نیولو سره به د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو پلانونه په لرې پرتو سیمو کې پرله پسي اجرا شي.
ع